د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۵
معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل به منظور ارتقای ظرفیت‌های علمی و تحقیقی استادان، محصلان برنامه‌های ماستری و تخصصی، ورکشاپ آموزشی نرم‌افزار SPSS را آغاز کرد.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

دغه ورکشاپ به په دوامداره توګه د شپږ میاشتو لپاره دوام وکړي چې ګډونوال به په څېړنو کې د شمېرو د ثبت لارو چارو، د معلوماتو تحلیل او د  SPSS سافټویر عملي تطبیقاتو سره هر اړخیزه بلدتیا ترلاسه کړي. 

یاد پروګرام د هرې میاشتې به درېیمه اوونۍ کې له شنبې تر دوشنبې پورې ترسره کېږي چې د تدریس چارې یې د کابل طبي علومو پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهاند دوکتور عزیز الرحمن نیازي په غاړه لري.

د یادولو وړ ده چې د دغه روزنیزې دورې په پای کې به هغه ګډونوالو ته چې د یاد پروګرام ټول پړاوونه یې په بریالیتوب سره بشپړ کړي وي معتبرې تصدیق پاڼې ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS