د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند نسایي ولادي تدریسي روغتون د راپور پر اساس، د ۱۴۰۴ کال په جریان کې په دغه روغتون کې ۲۰۰۰ جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه جراحي عملیاتونو کې د نسایي ولادي بېلابېلې برخې شاملې دي چې د شته امکاناتو او متخصصو ډاکټرانو د هڅو له امله په منظم او بریالي ډول ترسره شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د معیاري خدماتو وړاندې کولو بهیر او د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړولو هڅې، د لا زیاتو تجهیزاتو برابرول او د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا دوام لري.
