د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي ډيپارټمنټ د تجهیز په برخه کې د همکاریو کتننې، پراختیا او روزنیزو پروګرامونو کچې د لوړوالي په موخه د روغتیا نړیوال سازمان، اروپايي ټولنې استازو او کابل طبي علومو پوهنتون د
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي ډيپارټمنټ د تجهیز په برخه کې د همکاریو کتننې، پراختیا او روزنیزو پروګرامونو کچې د لوړوالي په موخه د روغتیا نړیوال سازمان، اروپايي ټولنې استازو او کابل طبي علومو پوهنتون د مسوولینو تر منځ ګډه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې دواړو خواوو د علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي ډيپارټمنټ د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو پراختیا او چمتو کولو، پر سرطاني ناروغیو د اخته کسانو د درملنې او تشخیص ظرفیت لوړونې، د روغتیايي کارکوونکو د تخصصي مهارتونو لوړوالي او روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې ګډ هیئت او د کابل طبي علومو پوهنتون مسوولینو په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړه.
