د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ جراحانو او متخصصانو ټيم وتوانېدل چې د میترال دريڅې دسام بدلولو پېچلی عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړي، دغه جراحي عملیات د یو ناروغ چې د زړه حرکت د نابرابرۍ له امله ځورېدو ترسره شو.

د جراح ډاکټر پوهنیار دوکتور احمد فواد وردګ په وینا، ناروغ له اوږدې مودې راهیسې د زړه میترال دریڅې په روماتیزمل بندښت اخته و او په فزیکي فعالیتونو کې د زړه ټکان، سابندۍ او ستړیا له امله یې دغه انسټېټیوټ ته مراجعه وکړه.
ډاکټر وردګ زیاته کړه چې د ایکوکاردیوګرافي معایناتو له بشپړېدو وروسته تشخیص شوه چې ناروغ د زړه میترال دريڅې دسام شدید روماتیزمل بندښت درلود او د زړه میترال دریځې دسام بدلولو بریالی عملیات ترسره شو او د ناروغ روغتیایي وضعیت ښه دی.