خبرتیا

IT_Director
اطلاعیه

د دولتي او خصوصي انستیتیوتونو د طبي برخو (انستیزي، طبي تکنالوژي، نرسنگ او قابلگۍ) هغه فارغین چې په اړوندو برخو کې په کابل طبي پوهنتون کې د ليسانس تر کچې د زده‌کړو دوام غوښتونکي دي، ټولو ته یې خبر ورکول کېږي چې د اړوندو څانګو د اختصاصي آزموينې د فورمونو وېش د ۱۳۹۸ لمريز کال د مرغومي (جدي) مياشتې له ۲۲مې نېټې د کابل ابو علي ابن سينا طبي علومو کې پيل شوي دي. له همدې امله ټول مینه وال کولای شي د شمولیت فورمې تر لاسي لپاره د ریاست ودانۍ په پنځم منزل کې د دې پوهنتون د محصلينو چارو آمریت ته مراجعه وکړي. شرایط او د اړتیا وړ اسناد: ۱_ لږ تر لږه د 80 سلنه نمرات. ۲_ د تابعيت تذکره. ۳_ يو قطعه 3 پر 4 عکس د یادونې ده چې د لايحې په اساس د هرې فورمې په بدل کې 400 افغاني اخيستل کېږي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د هيواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د 101 مې کلیزې په مناسبت د مقالو د ليکلو غوښتنه!

د لوړ مقام د پروګرامونو د چارو د همغږۍ معاونيت په پام کې لري چې د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د 101 مې کلیزې په مناسبت د مقالو د ليکلو سیالۍ په لاره واچوي.

) د نورو معلوماتو لپاره، په . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت خبرتیا د صحت عامی د ماستری برنامی د نوی پړاو نوم لیکنی په اړه!

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت په پام کی لری چی په ۱۳۹۹ لمریز کال کی د صحت عامی د ماستری برنامی لپاره زده کړیالان و منی. پر معیارونو برابر کسان کولای . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د کابل ابوعلی ابن سینا طبي علومو پوهنتون د طبي تجهیزاتو تکنالوجي کمیونټي کالج خبرتیا!

د کابل ابوعلی ابن سینا طبي علومو پوهنتون د طبي تجهیزاتو تکنالوجي کمیونټي کالج د 1399 لمریز تحصیلي کال لپاره نوي محصلین مني.

 د نوم لیکنې فورمې تر لاسه کولو نیټه: د 1399 لمریز کال د . . .

Back to announcements