د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د استادانو چارو نوی آمر معرفي شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۸:۳۴
آمر جدید امور استادان پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا » معرفی شد

 نن شنبه د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې پر ۱۸ نېټه د مایکرو بیولوژي ډيپارتمنټ استاد پوهنمل دوکتور محب الله صالح د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل له لوري د استادانو چارو د نوي آمر په توګه معرفي شو.

 د پوهنتون علمي مرستیال د پوهنمل صالح په پېژند غونډه کې د دغه برخې مخکیني آمر له فعالیتونو د ستاینې تر څنګ، پوهنمل صالح يو علمي، هڅاند او د پوهنتون په معیارونو برابر شخصیت و باله او هغه ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

 پوهنمل صالح د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او هيله یې څرګنده کړه چې د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو په همکاري د استادانو چارو په برخه کې ور سپارل شوي نوي مسوولیتونه به په ښه ډول سرته ورسوي.

پوهنمل دوکتور محب الله صالح د کابل طبي علومو پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغ او د میوند تدریسي روغتون د ماشومانو داخلې ډيپارتمنت د تخصص پروګرام کې شامل شوی او د تخصص دورې تر پای ته رسولو وروسته د مایکرو بیولوژي په ډيپارټمنټ کې د استاد په توګه مقرر شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS