د نسایي ولادي او سترګو ناروغیو په تدریسي روغتونونو کې تر پخوا اوس ناروغانو ته زیاتې آسانتیاوې رامنځ ته شوې دي

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۲:۲
د نسایي ولادي او سترګو ناروغیو په تدریسي روغتونونو کې تر پخوا اوس ناروغانو ته زیاتې آسانتیاوې رامنځ ته شوې دي

د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم او ورسره پلاوي د یاد پوهنتون اړوند د شهرآرا له سترګو ناروغیو او نسایي ولادي تدریسي روغتونونو څخه لیدنه وکړه او د یادو روغتونونو د مالي او  اداري څانګو فعالیتونو یې وارزول. 
د سترګو ناروغیو او نسایي ولادي تدریسي روغتونونو مسؤلینو دغه پلاوي ته د خپلو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل، او په وینایې د نویو طبي وسایلو په ترلاسه کولو سره اوس مهال ناروغانو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شوې او زیاتره لابراتواري معایانات د روغتون په داخل کې ترسره کیږي.
 د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د یادو روغتونونو د کارکوونکو له کړنو ستاینه وکړه او هغوی ته یې په چارو کې د اخلاص او ناروغانو ته په ښه ډول د خدمتونو ترسره کولو لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS