په میوند تدریسي روغتون کې د یو باب مسجد د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۸:۳۶
از جریان کار ساخت یک باب مسجد در شفاخانه تدریسي میوند نظارت شد

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په میوند تدریسي روغتون کې د یوه جومات د جوړولو چارې چې شپږ میاشتې مخکې د یوه ملي سوداګر لخوا د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي، ۷۰ سلنه بشپړې او پاتې چارې یې روانې دي.

د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې پر ۲۸ نېټه د دغه جومات د جوړولو له چارو څخه د څارنې پرمهال د یاد جومات د پرمختګ څخه د قدرداني تر څنګ د دغه جومات د ودانیزو چارو د معیاري کولو په اړه مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد مسجد به په دوو پوړونو کې هم‏ مهاله د ۳۰۰ لمونځ کوونکیو ظرفیت ولري او د ټولو آسانتياوو په لرلو سره به د روغتون کارکوونکیو او هېوادوالو لپاره په نژدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د شهر آرا نسایي ولادي روغتون او د پوهنتون له یو شمېر آمریتونو څخه لیدنه وکړه او کارکوونکیو ته یې په چارو کې د اخلاص او ښه خدمت کولو لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS