...
سه شنبه د روان ١٤٤٤ هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په 20 نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا درې میاشتنی علمي او څېړنیزه مجله (افغان طبي مجله) چې د دغه پوهنتون د استادانو علمي او څېړنیزه موضوعات او علمي مقالې په ربع واره توګه په کې خپریږي د ١٤٠١ کال درېمه او څلورمه ګڼه د یاد پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له لوري تر ترتیب وروسته تر چاپ راووته.