د کابل ابوعلي ابن‌سینا طبي علومو پوهنتون کې د تغذي برخې یو کلن فوق دیپلوم اختتامیه غونډې دایرول

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۲:۶
KUMS

دا غونډه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه چهارشنبې ورځ د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د علمي کنفرانسونو په عمومي تالار کې دایره شوه. په دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معیین ښاغلي ډاکتر احمد سیر مهجور او د بېلابېلو برخو رئیسانو، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند، د یاد پوهنتون رهبري پلاوي، د افغانستان د طبي شورا عمومي رئیسې آغلې ډاکترې نسرین اوریاخېل، د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنترول او وقایې برخې عمومي رئیس ښاغلي احمد حمید، د اروپایي ټولنې استازي، د کانسل سانته مؤسسې رهبري پلاوي او یو شمېر نورو استادانو، مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکریم څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه. بیا د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معیین ښاغلي احمد سیر مهجور د یادې غونډې له دایروونکو او مالي ملاتړ کوونکو په منننې سره وویل، چې د دې ډول غونډو دایرول د تغذي زده‌کړو په برخه کې د استادانو او د دې برخې د مینه والو د پوهې لوړاوي په برخه کې ډېرې ګټورې وي، هغه د تغذي په هکله د معلوماتو تر لاسه کول د ټولو لپاره اړین او لازم وبلل. د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معیین د دې پروګرام له استادانو او فارغینو وغوښتل چې د تغذي په هکله د څېړنو په ترسره کولو سره په دې برخه کې د موجوده ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي.

د کابل طبي علومو پوهنتون علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل د یادې موضوع په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او په بریالیتوب سره د تغذي فوق دیپلوم یو کلن پروګرام ترسره کېدل یې د پوهنتون او افغاني ټولنې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله. د یاد پوهنتون علمي معاون د لوړو زده‌کړو او عامې روغتیا وزارتونو له لوري په تشکیل کې د یو نوي سکشن د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه، چې د تغذي پروګرام فارغینو ته کاري زمینه برابره شي.

بیا د افغانستان د طبي شورا عمومي رئیسې آغلې ډاکتر نسرین اوریاخېل د تغذيې موضوع د اهمیت په هکله د ناپوهۍ او بېخبرۍ موضوع ته په اشارې سره وویل، چې یوازې فقر او غربت د انسانانو ترمنځ د سؤتغذي لامل نه کېږي؛ بلکې د خلکو ناپوهي او بېخبري هم د سؤتغذي لاملېږي. د افغانستان د طبي شورا رئیس له اړوندو ادارو وغوښتل چې د تغذي موضوع د خپلو کاري پروګرامونو په لومړیتوب کې راولي.

تر هغې وروسته د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو کنترول او وقایې برخې عمومي رییس ښاغلي ډاکتر حمید په بریالیتوب سره د دې پروګرام ختمېدلو مبارکي یې کابل طبی علومو پوهنتون ته ورکړه او د تغذي په اړه یې په مفصل ډول خبرې وکړې. هغه همدارنګه د تغذي پروګرام د عامې روغتیا وزارت یو لومړیتوب وباله او د دې ډول پروګرامونو په دوام او پراخوالي یې ټینګار وکړ.

د یادونې ده، چې دا پروګرام د ۲۰۱۹ میلادي کال د می میاشتې له ۱۸ نېټې راهیسې د اروپایي ټولنې او کانسل سانته مؤسسې په مالي مرسته د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون کې دایر شوی و. همدارنګه په پام کې ده، چې د یاد پروګرام دویم پړاو په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د داخلې په ډيپارټمنټ  کې د روغتیايي کادرونو د علمي او تخصصي ظرفیت لوړوالي لپاره د شکرې مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.  

دغه روزنیز پروګرام د متخصصانو، ټریني ډاکټرانو او ځوانو ډاکټرانو د تخصصي مهارتونو او پوهې کچې د لوړوالي په موخه پیل شو چې دوه نیمې میاشتې به دوام وکړي. د یاد پروګرام تدریس او وړاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

BACK TO NEWS