د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او امبریولوژي مضمونونو تقویتي کورسونه پیل شوي دي.
دغه کورسونه هره ورځ سهار له ۰۶:۳۰ تر ۰۸:۰۰ بجو پورې ترسره کېږي او د درسي مطالبو د تکرار، د علمي ستونزو له منځه تللو او د محصلانو لپاره د یادو مضامینو اساسي مفاهیمو د ښې زده کړې زمینه برابروي.
