د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara...

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۶
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara او ورسره پلاوي سره؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په ۲۰۰ بستریز مرکز کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو پراختیا په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې د مرکز تجهیز، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه. 

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د روغتیا نړیوال سازمان د همکاریو د ستاینې تر څنګ د سرطاني ناروغیو لرونکو ناروغانو لپاره د تخصصي او معیاري خدماتو زمینې برابرولو په اړه د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.  

په پای کې دواړو خواوو د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې دغه مرکز د تجهیز او پراختیا لپاره د همکارۍ زمینې برابرېدو د ارزونې او خبرو د دوام په اړه  موافقه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS