د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي په ډيپارټمنټ کې د ورمېږ تیر ماتوالي د درملنې یو تخصصي بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۵۵
یک عملیات جراحی موفقانه و تخصصی برای تداوی شکستگی فقرات گردن، در دیپارتمنت جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» انجام شد.

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو په وینا ناروغ چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی او په یوه ترافیکي پېښه کې یې د ورمېږ تیر برخه زیانمنه شوې وه، روغتون ته له انتقال او تشخیصي ارزونې او معایناتو وروسته ولطدل شوه چې د غاړې (ورمېږ) پينځمه او شپږمه مهره ماته شوې ده.

دغه متخصصان وايي چې له کره ارزونو او لازمو کتنو وروسته د اعصابو جراحي متخصص ټیم د جراحي عملیات پرېکړه وکړه. د جراحي عملیات په لړ کې ماتې شوې مهرې په نورمال ډول په خپل ځای کې کېښودل شوې او ناورغ له عملیات وروسته د مراقبت پړواونو له تېرېدو څخه د ښه روغتیايي وضعیت په لرلو سره د عصبي عوارضو پرته له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS