د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د داخلې په ډيپارټمنټ کې د روغتیايي کادرونو د علمي او تخصصي ظرفیت لوړوالي لپاره د شکرې مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.
دغه روزنیز پروګرام د متخصصانو، ټریني ډاکټرانو او ځوانو ډاکټرانو د تخصصي مهارتونو او پوهې کچې د لوړوالي په موخه پیل شو چې دوه نیمې میاشتې به دوام وکړي. د یاد پروګرام تدریس او وړاندې کېدلو چارې د دغه پوهنتون د اندوکراینولوژي او هماتولوژي ډيپارټمنټ استاد پوهاند دوکتور محمد ولي ناصري په غاړه لري.
تمه کېږي چې دغه روزنیز پروګرام به د شکرې (دیابت) لرونکو ناروغانود ناروغۍ تشخیص، مراقبت او درملنې کیفیت په ښه والي کې د ګډونوالو د پوهې کچې او علمي مهارتونو په لوړوالي کې مهمه ونډه ولري.
