د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د عليآباد تدريسي روغتون مسؤلینو،
د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د عليآباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د عليآباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع مرکز اړوند د انکولوژۍ ډيپارټمنټ آمریت ریاست ته د ارتقا په موخه غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د عليآباد تدريسي روغتون د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د اغېزمنو فعالیتونو یادونه وکړه او په دغه روغتون کې یې د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز جوړول د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یو مهم او حیاتي ګام وباله. نوموړي زیاته کړه، چې د آنکولوژي ډيپارټمنټ آمریت د سرطاني ناروغیو جامع مرکز ریاست ته په ارتقا سره به د ډېرو خلکو لپاره د سرطاني ناروغیو د درملنې زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په عليآباد تدريسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو جامع مرکز د ودانۍ د جوړولو پروژه هم د بشپړېدو په حال کې ده او ژر به پرانېستل شي.
