د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیکي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳ کلن ماشوم د لاس وژې (پی) بیا تړلو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.  

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۹:۳۴
عمل جراحی وصل دوباره تندون (پی ) دست بیمار ۳ ساله توسط داکتران دیپارتمنت جراحی پلاستیک شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا» با موفقیت انجام شد. 

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فهیم فهام په وینا؛ ناروغ د ښي لاس ګوتو حرکت او را ټولو په ځانګړي ډول د څلورمې ګوتې راټولو کمزوتیا له ماله روغتون ته راوړل شوی و. د فزیکي او  تشخیصیه معایناتو وروسته یې د شيشې په وسیله د څلورمې ګوتې وژې (پی) پرې کېدل تایید او د وژې بیا ځل انتقال او تړلو جراحي عملیات یې بریالی ترسره شو چې د ناروغ وضعین په بشپړ ډول ښه دی.   

د یادولو وړ ده چې وژه (پی) یو کلک نسج دی چې د تارونو په څېر جوړښت لري او عضلې له هډوکو سره نښلوي او د مفصل حرکت شونی کوي. که چېرې د لاس او پښو تندون (وژې) پرې شي، د لاس ګوتو یا پښو حرکت او توازن له منځه ځي چې له امله یې د لاس یا پښې طبیعي کړنې له خنډ سره مخ کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS