د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په (Craniotomy and Excision of Sellar and Suprasellar SOL) روش سره د مغز د ژور تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ. 

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۳۲
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په (Craniotomy and Excision of Sellar and Suprasellar SOL) روش سره د مغز د ژور تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ. 

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر رحمت الله صلاح نورزي په وینا د سمنګان ولایت اوسېدونکي ۱۳ کلن ناروغ چې د شدید سر درد، لاسونو او پښو ضعیف والي، عصبي حملو او سترګو لید د کموالي له ماله یې یاد روغتون ته مراجعه کړې وه، د تشخیصیه معایناتو ترسره کېدو وروسته تشخیص شوه چې د مغز ژور تومور نخامیه غده تر اغېز لاندې نیولې ده چې د درملنې لپاره یې د کرانیوتومي او ځای نیونکي ټپ ایستلو (SOL)  پروسیجر عملي شو.   

له عملیات وروسته د ناروغ عمومي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او له وروستیو کتنو او ارزونې وروسته له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

...

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د تدريسي او اداري تعميرونو د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د دغه پوهنتون د کوچني حوض ترميم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو (Cervical Disc Replacement) پېچلی او تخصصي عملیات په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ له لوري په ۱۴۰۴ کال کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون او ۹۹۲ زره افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د وړاندې شوي راپور له مخې دغه عواید د تشخیصیه خدماتو، درملنې او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو لرونکو ناروغانو د تخصصي مراقبتونو له لارې تر لاسه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د یاد انسټېټیوټ. . .

BACK TO NEWS