د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» او اړوندو تدریسي روغتونونو په بېلابېلو برخو کې د کنړ ولایت زلزله ځپلو سره د نغدي مرستو راټولولو صندوقونه کېښودل. 

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۳
د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» او اړوندو تدریسي روغتونونو په بېلابېلو برخو کې د کنړ ولایت زلزله ځپلو سره د نغدي مرستو راټولولو صندوقونه کېښودل. 

دغه اقدام د استادانو، محصلانو او کارمندانو له لوري زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په بهیر کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه ترسره شوی دی. د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبري له ټولو کارمندانو او محصلانو غوښتنه کړې څو د ښېګڼې په دغه اقدام کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara...

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara او ورسره پلاوي سره؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د SIGN Fracture Care International نړیوال خیریه بنسټ پروګرامونه د غونډې په ترڅ کې پيل شول. دغه پروګرامونه د اورتو پيدي او ټروما جراحي متخصص او په افغانستنا کې د SIGN...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د SIGN Fracture Care International  نړیوال خیریه بنسټ پروګرامونه د غونډې په ترڅ کې پيل شول. دغه پروګرامونه د اورتو پيدي او ټروما. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټیم له لوري د یو بریالي عملیات په ترسره کولو سره د سر کوپړۍ تومور په بشپړ ډول لرې کړل شو.

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصان وايي؛ ناروغ چې د سرپل ولایت اوسېدونکی دی د سر کوپړۍ هډوکي د یوې برخې راوتلو او درد له امله یې روغتون ته مراجعه کړې وه د لازمې ارزونې او معایناتو وروسته. . .

BACK TO NEWS