...

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۳۹
swq

په تېرو درېیو کلونو کې  سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ چې د کابل طبي علومو پوهنتون تخصصي روغتونونو له ډلې څخه دی، د ۱۰۳ نادرو او پېچلیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی. دغه بریالیتوب د یاد انسټېټیوټ د تخصصي او مسلکي ټیم د هڅو او مهارتونو په نتیجه کې ترلاسه شوی او د ناروغانو لپاره د معیاري درملنې ترسره کولو زمینه برابره شوې ده. 

په ترسره شویو عملیاتونو کې د زړه میترال دریڅې بدلولو ۵ ، د مادرزادي قلبي ناروغیو (تترالوژي فورت) د اصلاح ۲، د شیریانونو مجرا د تړلو ۴۶ ، د بشپړ سږو لرې کولو ۲، د سږو او هیداتید کېست ۱۵، د آئورت شیریانونو تنګوالي اصلاح۴، د شیریانونو بندېدو ۴ او په کیمیاوي موادو سره د سوځېدو له امله د مرۍ جراحي ۸ عملیاتونه شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS