د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د جراحي برخې متخصصانو ټيم د مرۍ یو پېچلی عملیات په بریالیتوب ترسره کړ. دغه عملیات د یو ناروغ چې د تېزابو څښلو له امله د مرۍ تضیق (مرۍ له سخت تنګوالي) سره مخ شوی و ترسره شو. 

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۲۱
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د جراحي برخې متخصصانو ټيم د مرۍ یو پېچلی عملیات په بریالیتوب ترسره کړ. دغه عملیات د یو ناروغ چې د تېزابو څښلو له امله د مرۍ تضیق (مرۍ له سخت تنګوالي) سره مخ شوی و ترسره شو. 

د ډاکټرانو په وینا دغه اتلس کلن ناروغ د بغلان ولایت اوسېدونکی چې څلور میاشتې مخکې د تېزابو څښلو له امله په سختۍ سره د ډوډۍ تېرولو (Dysphagia) پر مهال له ستونزې سره مخ و د یاد روغتون د عمومي جراحي سرویس ته یې مراجعه وکړه او تر لازمو معایناتو وروسته د مرۍ تضیق(مرۍ تنګوالي) له امله بستر او د لاندې پروسیجرونو: 
1.    Trans hiatal Esophagectomy 
2.    Left  Colon Bypass"colon conduit " (pharingocolonic & gastrocolic anastomosis )
3.    Colo Colic anastomosis 
4.    pyloroplasty 
5.    Jejunostomy feeding tub insertion
په تطبیق سره د نوموړي عملیات بریالی ترسره شو. 
   
ډاکټران زیاتوي چې یاد ناروغ تر لازمې څارنې وروسته له بشپړې روغتیا ترلاسه کولو سره له روغتون رخصت شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون ماسترۍ برنامو ازموینې پایلې!

د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون ماسترۍ برنامو ازموینې پایلې!
https://nexa.gov.af/ps/result/100/search

د ازموینې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۱۹
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د. . .

BACK TO NEWS