ستوماتولوژي تدریسي روغتون په جراحي عملیات سره د "دنتیجروس" لوی سیسټ په بریالیتوب سره لرې کړ

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۸:۴۲
سیست بزرگ "دنتیجروس" تحت عمل جراحی در شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی موفقانه برداشته شد

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د "دنتیجروس" لوی سیسټ د خولې زامې جراحی ډیپارټمنټ د متخصصینو او ډاکټرانو لخوا د یو جراحي عملیات په ترڅ کې د ټول اناتوميک جوړښت او اعصاب په ساتلو سره د عمومي انستیزی په حالت کې په بریالیتوب سره وویستل شو.

د زامې جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر عبدالغفور صدیقی وویل، دغه ناروغ چې ۲۰ کاله عمر لري او روغتون ته راغلی و، تر اړینو معایناتو وروسته یې جراحي عملیات تر سره او په بریالیتوب سره یې د زامې اخته برخه لرې شوه. همدارنګه د دوو "ریکانسترکشن" پلېټونو په مرستې سره یې د خولې د ژوولو او ښکلا برخه بېرته فعاله شوه .

ډاکټر صديقي د ناروغ روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى او له لازمو سپارښتنو وروسته به له روغتون څخه رخصت شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه روغتون د خولې زامې جراحي څانګه له نږدې یو کال راهیسې د زامې جراحي عملیاتونه ترسره کوي او تر دې دمه یې بېلابېل بریالي عملیاتونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ له لوري په ۱۴۰۴ کال کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون او ۹۹۲ زره افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د وړاندې شوي راپور له مخې دغه عواید د تشخیصیه خدماتو، درملنې او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو لرونکو ناروغانو د تخصصي مراقبتونو له لارې تر لاسه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د یاد انسټېټیوټ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ دغه روغتون په تېر ۱۴۰۴ کال کې د سترګو ۲۲۶۱ بریالیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی.

د دغه راپور له مخې په یادو عملیاتونو کې ۸۰ لایزري عملیاتونه شامل دي چې د درملنې کیفیت په ښه والي او د ناروغانو د عملیاتونو د وخت کموالي په برخه کې مهمه ونډه لري.

د کابل طبي علومو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

BACK TO NEWS