سید رسول منګل د میوند تدریسي روغتون رئيس په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۹:۴۴
سید رسول منگل به عنوان رئیس جدید شفاخانه تدریسی میوند معرفی و به کارش آغاز کرد

دوکتور سید رسول منګل په میوند تدریسي روغتون کې د هغه جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئيس مفتی عبدالکریم امیری، د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات او رهبري هیئت یو شمېر غړیو هم حضور درلود، د دغه روغتون ډاکټرانو، استادانو او کارمندانو ته د روغتون د رئيس په توګه معرفي شو. 

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د خپلو خبرو تر څنګ د طبابت څانګې د سپېڅلتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې تغییر او بدلون په ادارو کې د چارو د ښه والي په موخه تر سره کېږي څو یوه اداره څرنګه چې لازمه ده کنټرول او رهبري شي، نوموړي د روغتون له ستونزو یادونه وکړه او له نوي رئيس او ټولو ډاکټرانو څخه یې وغوښتل څو د دغه روغتون تدریسي او روغتیایي خدمات په هر اړخیزې همکارۍ سره ښه همغږي او رهبري کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئيس مفتي عبدالکریم امیري د میوند تدریسي روغتون رئيس د ګومارنې مکتوب ولوستلو او ویې ویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او  کار باید اهل کار ته وسپارل شي، نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه هم زموږ زیات شمېر هېواد وال د درملنې لپاره بهر هېوادونو ته ځي چې د مخنیوي لپاره یې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د خلکو باور تر لاسه کولو لپاره باید جدي پاملرنه وشي.
 
د میوند تدریسي روغتون نوي رئیس د خپلو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې په اداره کې اصلاحات او تغییرات د یو شخص په وسیله نه رامنځته کېږي، باید له یو له بل سره همکاري وکړو څو په روغتونونو کې د تدریس او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړه کړو او د دغه روغتون په مختلفو برخو کې معیاري پرمختللي او معیاري عملیاتونه تر سره کړو. ډاکټر منګل زیاته کړه چې روغتیا د خلکو اړتیا ده او موږ باید کادرونه په ښه ډول وروزو تر څو د هېواد راتلونکي نسل ته څرنګه چې تمه لري روغتیایي خدمات وړاندې کړو. 

د یادولو وړ ده چې دوکتور سید رسول منګل تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د اقتصاد رئیس او روغتیایي قوانینو عملي کولو د بررسۍ رئیس په توګه دنده تر سره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو لپاره د هېواد جیدو علمای کرامو له لوري د اسلامي ثقافت درسونو لړۍ بیا پیل شوه. دغه پروګرام د عصري علومو تر څنګ له دیني او عقیدتي علومو سره د محصلانو د بلدتیا په موخه پر لار اچول شوی دی.

د یادې لړۍ لومړنی درس د «شرعي او عصري علومو اهمیت» تر عنوان لاندې د شیخ الحدیث مولوي دوست محمد لخوا وړاندې شو. نوموړي په خپله وینا کې د دیني او عصري علومو تر منځ د توازن او برابرۍ پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
Background image

د علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او آنکولوژيکو ناروغیو برخې داکټرانو یو پېچلی جراحي عملیات ترسره کړی چې پکې د یو ۶۵ کلن ناروغ د لویو کولمو پاسنۍ (Ascending Colon) برخې پرمختللي تومور په بریالي ‌ډول لرې کړل شو.  

د دغه ډيپارټمنټ غړي داکټر احمد عمر امیري په وینا په یاد جراحي عملیات کې چې د لویې کولمې د  پورتنۍ تومور چې له ureter او duodenum سره نږدې نښتی و، لرې کړل شو. د ureteroureterostomy. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۷
Background image

د رازي خصوصي پوهنتون یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د خپلې پوهې کچې لوړولو او طبي وسایلو سره د بلدتیا په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون له عمومي کتابتون، طبي ټکنالوژي ډيپارټمنټ، لابراتوارونو او نورو برخو څخه له لیدنه وکړه.

د یاولو وړ ده چې دغه علمي سیر د رازي خصوصي پوهنتون ریاست په رسمي غوښتنه ترسره شوی دی او کابل طبي علومو پوهنتون د هېواد ټولو پوهنتونونو لپاره د علمي سیر په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي

BACK TO NEWS