خبرتیا!

IT_Director
Announcement

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي اباد تدریسی روغتون کې د اعلان شویو نرسنګ بستونو ټولو هغو نارینه او ښځینه نوماندانو ته چې یادو بستونو ته یې نوم لیکنه کړې ده او په شارټ لېست کې په شرایطو برابر ګڼل شوي دي، خبر ورکول کیږي، چې یواځې د یادو بستونو ازموینه د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د لېندۍ یا (قوس) میاشتې په ۱۷مه نېټه په کابل طبي علومو پوهنتون کې اخیستل کیږي. 
یادونه: لکه څرنګه چې مخکې هم د آزموینې لپاره ماخذونه (رېفرنس) اعلان شوي وو، خو بیا هم یادونه کېږي چې د نرسنګ بستونو د آزموینې لپاره (د نرسنګ اساسات ۱ او ۲ پوهنیار رجب نظري) ماخذونه د سیر فوتوکاپۍ یا د کابل ښار له نورو کتاب‏پلورنځیو څخه تر لاسه کړئ. 
وخت: ښځینه: سهار  8:30 بجې        
نارینه: ماسپښین 1:00 بجې
ځای: د کابل طبي علومو پوهنتون« ابوعلي ابن سینا»
د اړیکو شمېره: 0202501670

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۲۹
Background image
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۳
Background image

خبرتیا!

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» هغه نوماندانو چې مخکې یې د آزموینو ملي ادارې له لوري د تخصص بشپړولو پروګرام آزموینې په پروسه کې ګډون کړی و؛ خبر ورکول کېږي چې د تخصص بشپړولو . . .

Back to announcements