خبرتیا
د کابل طبي علومو پوهنتون د مختلفو پوهنځیو ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې د درېیم سمستر درسونه د روان کال د لیندۍ پر ۵ نېټه په ټولو پوهنځیو کې پیل کېږي. نو په دې اساس له ټولو محصلانو څخه هیله کېږي چې خپلو درسونو ته په ټاکل شوې نېټه اړوندو پوهنځیو ته حاضر شي.