په میوند تدریسي روغتون کې یو باب مسجد او دوه نورې پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۲:۳۲
دو پروژه و یک باب مسجد در شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل افتتاح و به بهره برداری سپرد

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په میوند تدریسي روغتون کې د برېښنا پروژه، د پوستکي(جلدي) وارډ او یو باب جومات پروژې بشپړې او د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له لوري په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ او یو شمېر استادانو او کارمندانو هم حضور درلود، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغه مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د روغتیایي مراکزو له پراختیا او پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل:
 روغتیایي خدمات د اسلامي نظام له لومړیتوبونو څخه دي او داچې د هېواد روغتیایي برخه د پرمختګ لوري ته ځي، اسلامي نظام یې د پرمختګ او ترقۍ لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

له بلې خوا د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات وویل: کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي تر څو په تدریسي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي. 

 په دغه مراسمو کې د میوند تدریسي روغتون رئيس ډاکټر نورستان شینواري د دغه پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل یاد روغتون له ډېرې مودې راهیسې د برېښنا په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د روغتون برېښنا په دایمي ډول تأمین شي او پوستکي(جلدي) وارډ چې د وسایلو او تجهیزاتو له کمبود سره مخ و، په عصري طبي وسایلو سمبال او وروسته له دې به د پوستکي مختلفو ناروغیو درملنه پکې کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه روغتون کې یو باب جومات د یو تن مخلص هېوادوال له لوري د (٩)میلونه  افغانیو په ارزښت په دوه پوړونو کې چې په یو وخت کې د ٧٠٠ لمونځ کوونکو ظرفیت به ولري، په اساسي ډول جوړ او بشپړ شو. 

باید یادونه وشي چې دغه پروژې په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله په میوند تدریسي روغتون کې د ناروغانو لپاره زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوي دي او د ډاکټرانو لخوا ښه روغتیایي خدمات وړاندې او مختلف عملیاتونه په بریالي ډول تر سره کېږي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS