د کابل طبي علومو پوهنتون د نړیوال طبي ژورنال د جواز او ISSN نمبر اخیستلو لپاره د طبي ژورنال کمېټې غونډه ترسره کړه.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۸:۴۲
کمیته ژورنال طبی پیرامون اخذ جواز و ISSN نمبر ژورنال بین المللی طبی پوهنتون علوم طبی کابل تدویر جلسه کرد

دغه کمېټه چې دوشنبه د روان کال د وږي پر ۲۰ د قرآن کریم څو آیاتونو په تلاوت سره د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست ډاکټر اسدالله نجات په مشرۍ او کمېټې د غړیو په ګډون پیل شوه، د نړیوال طبي ژورنال د جواز او ISSN نمبر اخیستلو د څرنګوالي، د مقالو نشر او له معتبرو نړیوالو سایټونو سره د دغه ژورنال نښلولو په اړه بحث او خبرې وشوې. 

د پوهنتون سر پرست په دغه ناسته کې طبي نړیوال ژورنال د مقالو او څېړنو خپرولو لپاره د پوهنتون او هېواد اړتیا وبلله او ویي ویل چې د دغه ژورنال له لارې په طبي برخو کې د تر سره شویو فعالیتونو او څېړنو خپرول د سیمې او نړۍ په کچه مثبت پیغام رسوي. نوموړي زیاته کړه چې د دغه ژورنال د پراختیا او تقویې لپاره لازمه ده چې استادان او ډاکټران لا زیاتې څېړنې وکړي.

 د غونډې په دوام د کمېټې غړیو د ژورنال په اړه د ترسره شویو فعالیتونو، د مقالو د نشر پر څرنګوالي، شرایطو، د ویب سایټ پر انډيکس، مالي او تخنیکي ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل چې د پوهنتون سرپرست ژمنه وکړه چې د ستونزو د حل او د ژورنال د لا پراختیا په برخه کې به هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS