کابل طبي علومو پوهنتون د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۹:۴۵
پوهنتون علوم طبی کابل به آسیب دیدگان زلزله های ولایت هرات کمک نقدی کرد.

له څو ورځو راهیسې په کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو کې د هرات ولایت د زلزلې له قربانیانو او ټپیانو سره د خواخوږۍ او مرستې لپاره د مرستې را ټولولو صندوق پرانیستل شوی و. دغه نقدي مرستې چې نن سه شنبه د روان کال د تلې تر ۲۵ پورې د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د پوهنتون او اړوندو روغتونونو د کارمندانو له لوري د غم شریکۍ په موخه را ټولې شوې وې، د مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم او ټاکل شوي پلاوي په حضور سره وشمېرل شوې او ورسته لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شوې.  
  
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې  وړاندې په هرات ولایت کې د پرله‏پسې زلزلو له امله زموږ زیات شمېر هېوادوال مړه او ټپیان شوي او هغوی ته ډېر زیانونه واوښتل چې د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، کارمندانو او محصلانو د زلزلې ټپیانو او قربانیانو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او د لوی خدای(ج) څخه یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS