د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه
دغه غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي پر ۱ نېټه د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ د علمي مسایلو په اړه د پرېکړې په موخه د معاونینو، د پوهنځیو او روغتونونو رئيسانو او نورو غړو په ګډون تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د علمي ترفېعاتو، په Exit Exam آزموینه کې د دولتي او خصوصي بنسټونو د طبي تکنالوژۍ او انستیزي څانګو د لېسانس فارغانو شمولیت او د نسایی ولادي ستاژرانو سکل په اړه بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې او د شورا غړو له نظریاتو او وړاندیزونو وروسته لازمې پرېکړې ونیول شوې.