د کابل طبي علومو پوهنتون د یوتن فارغ لخوا د ۷۰ ټوکه کتابونو مرسته

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۸:۱۳
د کابل طبي علومو پوهنتون د یوتن فارغ لخوا د ۷۰ ټوکه کتابونو مرسته

د کابل طبي علومو پوهنتون د طب له پوهنځي څخه څو کاله وړاندې فارغ شوي یو تن ډاکټر چې دلاور بهزاد نومیږي، نن یو شمېر مختلف طبي کتابونه کابل طبي علومو پوهنتون ته د محصلینو مطالعې او ګټې اخستنې لپاره ډالۍ کړل.

دغه کتابونه چې ۳۷ ټوکه یې خارجي او ۳۳ ټوکه یې داخلي دي د پوهنتون کتابخانې ته تسلیم شول او د کابل طبي علومو پوهنتون له ډاکټر بهزاد څخه د دغه نېک اقدام په خاطر ستاینه وکړه او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ده ته د عظیم اجر او ثواب غوښتونکي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۹:۱۲
Background image

د روان کال په اوږدو کې، د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړو لخوا شاوخوا ۵۰ علمي کنفرانسونه وړاندې شوي دي.

په دې موده کې، د کابل طبي علومو پوهنتون یو شمېر استادانو د خپلو علمي رتبو د لوړولو لپاره دا کنفرانسونه جوړ کړي او خپلې مقالې یې د لوړ پوړو استادانو او مسؤول پلاوي په حضور کې وړاندې کړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

.

د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون نږدې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

BACK TO NEWS