د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو د سهارني راپور په ناسته کې ګډون وکړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس په دغه ناسته کې د طبي متخصصو کادرونو د روزنې او د محصلانو علمي او عملي ظرفیت لوړونې په اړه اصلاحي بیان وکړ او د ناروغانو لپاره د کیفیت لرونکو او پر وخت روغتیايي خدماتو پر وړاندې کېدو یې ټینګار وکړ. همدارنګه د روغتونونو د بېلابېلو برخو تر منځ لا ښه همغږي درلودل یې د روغتیایي خدماتو او چارو مخته وړلو د ښه والي لپاره اغېزناکه وبلله.