د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټیم له لوري د یو بریالي عملیات په ترسره کولو سره د سر کوپړۍ تومور په بشپړ ډول لرې کړل شو.
د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصان وايي؛ ناروغ چې د سرپل ولایت اوسېدونکی دی د سر کوپړۍ هډوکي د یوې برخې راوتلو او درد له امله یې روغتون ته مراجعه کړې وه د لازمې ارزونې او معایناتو وروسته یې د سر کوپړۍ په هډوکې کې د تومور شتون تثبیت شو.
د متخصصانو په وینا د طبي کتنو له بشپړېدو او لازم چمتو والي وروسته د ناروغ جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره شو او ناروغ له عملیات وروسته د روغتون روغتیايي ټیم تر مراقبت لاندې نیول شوی دی.
