د ښې همغږۍ په موخه د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له آمرینو سره د مالي او اداري چارو معاونیت ناسته تر سره شوه.
د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له آمرینو سره د پوهنتون او تدریسی روغتونونو د مالي او اداري ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه. غونډه د اړیکو او عامه پوهاوي آمر صبغت الله سجاد د قرآنکریم په تلاوت سره پیل کړه او په دوام یې مولوی عبدالرحمن مرحوم په غونډه کې حاضرو آمرینو ته د کارونو د ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. وروسته د پوهنتون او تدریسي روغتونونو آمرینو د پلان مطابق د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.
همداراز د غونډې په دوهمه برخه کې د ارزاقو کمېټې چې د روغتونونو د ارتزاقی توکو د بررسۍ په خاطر ټاکل شوې وه خپل راپور واړندې کړ چې د راپور مطابق د مربوطه روغتونونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې ترڅو راتلونکي کې موجوده ستوزنې حل او کارونه لا ښه شي.
د غوندې په جریان کې د پروژو او قراردادونو چټک ترتیب او پلي کولو، د بودیجې زیاتوالي، د آمریتونو په کچه د چارو د ښه والي په موخه کاری نوي طرزالعملونو جوړول، د اړتیا په صورت کې د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د نویو پروژو بررسي او عاجل برآورد، د پوهنتون ښځینه تعمیر او په نسایي ولادي روغتون کې د امنیتي کمرو ژر تر ژره نصب، په اړه هر اړخیز بحث وشو چې تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وینول شوې او مسوول کسانو ته لازم مسوولیتونه وسپارل شول