د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» او اړوندو تدریسي روغتونونو په بېلابېلو برخو کې د کنړ ولایت زلزله ځپلو سره د نغدي مرستو راټولولو صندوقونه کېښودل.

دغه اقدام د استادانو، محصلانو او کارمندانو له لوري زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په بهیر کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه ترسره شوی دی. د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبري له ټولو کارمندانو او محصلانو غوښتنه کړې څو د ښېګڼې په دغه اقدام کې فعاله ونډه واخلي.