د لوړو زده کړو  وزارت سرپرست، د دغه وزارت د استازیو لخوا د اسلامي ثقافت تدریس په موخه، په کابل طبي علومو پوهنتون کې غونډه جوړه کړه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۰:۳۷
سرپرست وزارت تحصیلات عالی، به هدف تدریس ثقافت اسلامی از سوی نمایندگان این وزارت نشستی را در پوهنتون علوم طبی کابل برگزار کرد.

دغه غونډه چې نن یک‏شنبه د روان کال د وږي په ۱۲ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه، استادانو او محصلینو په ګډون تر سره شوه، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د علم پراختیا او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي ثقافت د مسلمان انسان عبادات، اخلاق، ایمان او معاملات تضمینوي، هغه زیاته کړه: "هغه علم چې د شخص له اخلاقو، عباداتو او ایمان سره ارتباط ولري، فرض دی." 

مولوي ندیم محصلینو ته په خطاب کې وویل چې ډاکټران د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو تر څنګ په شریعت برابر او  وطن، نظام او ملت ته ژمن وي. 

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت په کابل طبي علومو پوهنتون کې د اسلامي ثقافت د تدریس څرنګوالي او اهمیت ته د اشارې ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل چې دیني او عصري علوم دواړه غوره دي او اسلامي ثقافت د اقتصاد، سیاست، تجارت او ټولنې په تنطیم کې اساسي ونډه لري.

د غونډې په دوام د کابل طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئیس ډاکټر اسد الله نجات د پخوانیو ډاکټرانو له ځانګړتیاوو چې د خپل مسلک تر څنګ د اسلام مبارک دین ته خدمت، پر ځان او نورو یې هم تطبیق کړی، یادونه وکړه او ویې ویل چې دوی هم انساني او هم دیني ارزښتونو ته ژمن وو. همدا راز ډاکتر نجات د هغه علمي پروګرامونو د جوړولو په اړه چې د پوهنتون د پرمختګ سبب کېږي، ژمنه وکړه. 

دغه ناسته په داسې حال کې تر سره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون محصلان د عصري زده کړو ترڅنګ دیني او عقیدوي زده‏کړې هم تر لاسه کوي او په دغه مورد کې به د لوړو زده‏کړو وزارت استازی په اونۍ کې یوځل د ثقافت مضمون په درسي ساعت کې د دغه پوهنتون محصلانو ته اسلامي ثقافت تدریسوي چې نن دغه لړۍ د شیخ نداء محمد ندیم لخوا پیل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ محصلانو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې بېلابېل طبي ماشینونه جوړ شوي وو چې نن به د «افغان روغتيا ملي او نړيوال نندارتون» کې نندارې ته وړاندې شي.

په دغه ماشینونو کې د سیروم ګرمولو (Serum Warmer)، د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرم ساتلو (Infant Warm Care)، د نویو زېږېدلیو او کم وزن لرونکو ماشومانو د مراقبت (Incubator Machine)، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۱۸
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون...

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې  د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د لړم میاشتې په جریان کې

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د لړم میاشتې په جریان کې ناروغانو ته  د تشخیص او درملنې خدمات وړاندې کړي دي. د دغه روغتون د معلوماتو پر اساس د دې میاشتې په. . .

BACK TO NEWS