د علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او آنکولوژيکو ناروغیو برخې داکټرانو یو پېچلی جراحي عملیات ترسره کړی چې پکې د یو ۶۵ کلن ناروغ د لویو کولمو پاسنۍ (Ascending Colon) برخې پرمختللي تومور په بریالي ‌ډول لرې کړل شو.  

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۲۵
داکتران بخش جراحی بطنی و امراض انکولوژیک شفاخانه تدریسی علی‌آباد، موفق به انجام یک عمل جراحی شدند که طی آن، یک تومور پیشرفته از قسمت کولون صاعده (Ascending Colon) بیمار ۶۵ ساله با موفقیت برداشته شد.

د دغه ډيپارټمنټ غړي داکټر احمد عمر امیري په وینا په یاد جراحي عملیات کې چې د لویې کولمې د  پورتنۍ تومور چې له ureter او duodenum سره نږدې نښتی و، لرې کړل شو. د ureteroureterostomy پروسیجر په وسیله د Ureter برخه ترمیم شوه او Transverse Colon له Ileum سره د end-to-end anastomosis په ډول له یو بل سره وتړل شول.  
 
د یادولو وړ ده چې دغه جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو او د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۳۰
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن هغه غوره محصلان چې په علمي، رقابتي سیالیو او د تحصیلي بهیر په آزموینو کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل.  

په دغه مراسمو کې د یاد پوهنتون یو محصل چې د اکزېټ په آزموینه کې یې د افغانستان په کچه دویم مقام او همدارنګه درې تنه محصلان چې د فارمکولوژي مضمون په رقابتي آزموینه کې یې لومړي درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۲۶
Background image

...

کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د ورځنیو پروژو او اساسي اړتیاوو لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده. دغه بودیجه د روغتون په لس برخو کې چې د درملو ، طبي مصرفي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د یو ۱۶ کلن ناروغ د سر او غاړې د شاتنۍ برخې شاوخوا درې کیلو ګرامه  وزن لرونکې کتلې د لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره شو. 

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټر رحمت الله صلاح نورزی وايي چې ناروغ د هلمند ولایت اوسېدونکی و چې له تېرو لس کلونو راهیسې یې د سر او غاړې په شاتنۍ برخه کې له یوې ډېرې لویې کتلې څخه ځورېده. . .

BACK TO NEWS