د صدري، قلبي وعایي ناروغیو انسټيټیوټ کارکوونکو ته د اداري فساد سره د مبارزې او نظم او دیسپلین برابرولو په اړه یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۵:۴۴
د صدري، قلبي وعایي ناروغیو انسټيټیوټ کارکوونکو ته د اداري فساد سره د مبارزې او نظم او دیسپلین برابرولو په اړه یو ورځنی سیمینار تر سره شو.

نن دوشنبه د روان کال زمري میاشتې پر اتمه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ په داسې حال کې چې د یاد پوهنتون د موسساتي چارو مرستیال دوکتور محمد هاشم ځاځي او د صدري، قلبي او وعایي ناروغیو انسټيټیوټ رییس د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر او د دغه انستیتیتوت زیاترو کارکونکو هم حضور درلود د کیفیت لوړونې او له اداري فساد سره د مبارزې، پاک چاپیریال او ښه نظم او دیسپلین رامنځ ته کولو په موخه یو ورځنۍ اصلاحي سیمینار سره شوه.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبد الرحمن مرحوم د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هدایتونه او لارښوونې ناستو ګډونوالو ته وړاندې کړې. ویې ویل: چې د مسلمانانو خدمت کول دنیوي او اخروي ګټې لري او په ښه ډول تر سره کولو سره یې لوی اجرونه ورکول کېږي. 

 مالي او اداري مرستیال د مسوولینو له لوري په دغه انسټيټیوټ کې نظافت او پاکوالي، له مراجعینو او ناروغانو سره ښه چلند، په چارو کې دقت او د مالي فساد په مخنیوي کې رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې باید یادو مواردو ته جدي پاملرنه وشي.

همدارنګه هغه د کارکوونکو څخه وغوښتل چې د مسوولینو پوره اطاعت او د اوامرو پابندي وکړي، او د حاضرۍپه پابندۍ او یووالي سره د چارو ښه ترسره کولو سره يې ټینګار وکړ. 

د یادولو وړ ده چې تر جلسې وروسته د مالي او ادري چارو مرستیال او ورسره پلاوي د یاد انسټيټیوټ  له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه او په ځینو برخو کې د  موجوده ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS