د شپږ تنو ښځینه رضاکاره ټرېنيانو د جذب خبرتیا

IT_Director
اطلاعیه ثبت نام شش تن ترینی(رضاکار) اناث

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي آباد تدریسي روغتون د اړتیا پر اساس د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ لپاره شپږ تنه ښځینه د تخصص ټرېني رضا کارانو ته اړتیا لري. نو له ټولو هغه مینوالو غوښتنه کېږي، چې غواړي خپله د تخصص دوره د اعصابو جراحي په برخه کې بشپړ کړي، د نوم لیکنې لپاره د خبرتیا تر نشر کېدو وروسته د لس کاري ورځو لپاره د یاد پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست ښځینه څانګې ته مراجعه وکړي او خپل اړین اسناد تسلیم کړي. 
اړین اسناد:
-  د تذکرې کاپي
-  د طبي شورا د کامیابۍ نمرو کاپي
-  د لېسانس دورې د نمرو، ترانسکرېپت او دیپلوم کاپي

د نوم لیکنې ځای:
د طبي زده کړو پراختیا ریاست، ښځینه څانګه د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره مهرباني وکړئ له دې شمېرې سره  اړیکه ونیسئ 0202511591

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۸
Background image

خبرتیا!

د فوټبال مقدماتي لوبو او تمريناتو د پیل خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو همغږۍ ریاست په نوښت د مرکزي پوهنتونونو ترمنځ د فوټبال لوبې پیلېدونکې دي چې ټاکل شوې له رسمي لوبو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۹:۴۹
Background image

خبرتیا!

ټولو هغه محترمو ډاکټرانو ته چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو کې د تخصص بشپړولو په پروګرام کې د شمولیت غوښتونکي دي او خپلې غوښتنپاڼې یې د ۱۴۰۴/۱/۲۳ نېټې مخکې د طبي زده . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۴:۳۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په اناټومي مضمون کې د محصلانو لپاره رقابتي آزموینه ترسره کړي؛ نو له ټولو هغه محصلانو څخه چې په یاده آزموینه کې یې د ګدون په . . .

Back to announcements