د زړه تلویزیوني معایناتو ٢٠٢٣ ماډل ایکوکاردیوګرافي ماشین د زړه، سينې او رګونو ناروغیو انسټیتیوت ته وسپارل شو!
د ایکو کاردیوګرافي پرمختللی ۲۰۲۳ نوی ماډل ماشین چې د ډېرو بهرنیو هېوادونو په روغتونونو کې د زړه په تلویزیوني معایناتو کې کارول کیږي، د آلمانمېشته افغان رضاکارو مېرمنو ټولنې لخوا د یونېن اېډ موسسې په همکارۍ د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د صدري او قلبي وعایي ناروغیو په انسټيټیوټ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم او د دغه انسټيټيوټ رئیس سربېره د یونین اېډ موسسې او آلمانمېشته افغان رضاکارو مېرمنو ټولنې استازو هم حضور درلود، دغه انسټيټیوټ ته د زړه ناروغیو د لا ښه تشخیص او معایناتو په موخه د مرستې په توګه وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د دغه انستیتیوت رئیس ډاکټر عبدالکبیر د زړه ناروغیو د ښه تشخیص لپاره د ایکو کاردیوګرافي ماشین له مرستې څخه مننه وکړه او له دغه خیریه بنسټونو څخه یې د یاد انسټيټيوټ د لا ښه تجهیز او تمویل په موخه د داډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یونین اېډ موسسې اجرائیوي رئیس او د افغان رضا کارو مېرمنو ټولنې استازې ژمنه وکړه چې د روغتیا په برخه کې له دغه انسټيټیوټ سره به د افغانستان حکومت د پالیسۍ مطابق خپلې مرستې او همکارۍ ته چې لازم وي، دوام ورکوي.
د یاد انسټيټیوټ ډاکټران د دې ماشین له مرسته کولو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې دغه ماشین به د زړه ناروغیو په ښه تشخیص او معایناتو کې ډېره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې په صدري او قلبي، وعایي ناروغیو انسټيټیوټ کې د زړه څو خلاص بریالي عملیاتونه ترسره شوي چې د د غه ماشین په مرستې سره به د زړه علمیاتونو او معایناتو په برخه کې لا زیاتې آسانتیاوې او مثبت بدلونونه رامنځته شي.