د خواشینۍ او ډاډ ګېرنې پیغام!

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۱
د خواشینۍ او ډاډ ګېرنې پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره چې د کابل طبي علومو پوهنتون استاد  پوهنوال دوکتور عبدالغفار "همدرد" د چهارشنبې په ورځ مازدیګر مهال چې د روان ١٤٠٢ هـ ل کال د جدۍ میاشتې له شپږمې نېټې سره سمون لري د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې د خپلې شخصي معاینه خانې سره نیږدې د شخصي خصومت او دوښمنۍ له امله  په شهادت رسیدلی دی.

پوهنوال دوکتور عبدالغفار همدرد د کابل طبي علومو پوهنتون یو له پیاوړو، فعاله او ځوانو استادانو له جملې څخه وو چې د جلدي ناروغيو متخصص او له څه مودې راهیسې د دغه پوهنتون د طبي زده کړو د پراختیا ریاست د سرپرست رئيس په توګه دنده هم ترسره کوله.

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د پوهنوال عبدالغفار "همدرد" مړینه د هېواد د طبابت په برخه کې یوه لویه او نه جبرانیدونکې ضایع بولي، چې تشه به یې د تل لپاره د هېواد په طبي ټولنه کې محسوسيږي.

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د پوهنوال عبدالغفار "همدرد" د شهادت په دې ستره غميزه  او درانه غم کې د دوی له کورنۍ او خواخوږو سره ځان شريک بولي او د څېښتن تعالی له لوی درباره څخه ارواښاد استاد "همدرد" ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.

اِناللهِ وَ ِانا اِلیه راجِعون
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د مغز، اعصابو او ملاتیر جراحي لومړنۍ سمپوزیم جوړ شو

د کابل طبي علومو پوهنتون او د افغانستان اعصابو جراحانو ټولنې له لوري د مغز، اعصابو او ملا‏ تیر د جراحي لومړنی سمپوزیم د اعصابو جراحي متخصصانو د علمي ودې، ظرفیت لوړونې، د وروستیو علمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۸:۴۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له ستوماتولوژي تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د ستاژرانو د زده کړې بهیر او ناروغانو لپاره د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي نظارت وکړ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۸:۴۳
Background image

BACK TO NEWS