خبرتیا!

IT_Director
Announcement

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي اباد تدریسی روغتون کې د اعلان شویو نرسنګ بستونو ټولو هغو نارینه او ښځینه نوماندانو ته چې یادو بستونو ته یې نوم لیکنه کړې ده او په شارټ لېست کې په شرایطو برابر ګڼل شوي دي، خبر ورکول کیږي، چې یواځې د یادو بستونو ازموینه د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د لېندۍ یا (قوس) میاشتې په ۱۷مه نېټه په کابل طبي علومو پوهنتون کې اخیستل کیږي. 
یادونه: لکه څرنګه چې مخکې هم د آزموینې لپاره ماخذونه (رېفرنس) اعلان شوي وو، خو بیا هم یادونه کېږي چې د نرسنګ بستونو د آزموینې لپاره (د نرسنګ اساسات ۱ او ۲ پوهنیار رجب نظري) ماخذونه د سیر فوتوکاپۍ یا د کابل ښار له نورو کتاب‏پلورنځیو څخه تر لاسه کړئ. 
وخت: ښځینه: سهار  8:30 بجې        
نارینه: ماسپښین 1:00 بجې
ځای: د کابل طبي علومو پوهنتون« ابوعلي ابن سینا»
د اړیکو شمېره: 0202501670

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۱
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

خبرتیا!

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرامونو نوم لیکنه
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون لپاره پر شرایطو برابرو دواطلبانو ته خبر ورکوي چې د . . .

Back to announcements