په کابل طبي علومو پوهنتون کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۱۰:۱۵
په کابل طبي علومو پوهنتون کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د پسرلي د رارسیدو په مناسبت نن یکشنبه د ۱۴۰۰ کال د کب 29 مه د شنو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو .

په دغه کمپاین کې (۹۰) بېلابېل ډوله نیالګي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا مرسته شوي وو د دغه پوهنتون د ساتنې او مراقبت مدیریت په همکارۍ په مناسبو ځایونو کې کېنول شول.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده د نیالګیو اېښودل د پاک او زرغون چاپېریال د ښه والي لپاره مهم وګڼل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مرستو یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي او بطني جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په Whipple روش سره د ننګرهار ولایت اوسېدونکي یو ۴۵ کلن ناروغ د پانکراس پرمختللی جراحي عملیات بریالی ترسره کړ.

د دغه ډيپارټمنټ غړي پوهنیار احمد عمر امیري په وینا، ناروغ د بدن ژېړوالي، پوستکي خارښت او لړزې له امله د روغتون عاجلې څانګې ته مراجعه کړې وه چې له بشپړ تشخیصیه معایناتو وروسته د صفراوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د راپور پر اساس دغه روغتون په تېرو درېیو میاشتو کې ۴ زره او ۸۲۳ تنه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په دغه خدماتو کې د سراپا (OPD)، لابراتواري معایناتو، الټراسونډ، CTG، داخل بستر خدمات او جراحي عملیاتونه شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کېدل د مراجعینو د. . .

BACK TO NEWS