د دولتي پوهنتونونو نویو رامنځ ته شویو (اسلامي ثقافت) علمي کادري او د امامانو او مبلغینو بستونو خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن سینا
د کابل مرکزي پوهنتونونو (کابل پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، پول تخنیک پوهنتون) او د مرکزي زون (پروان پوهنتون، البیروني پوهنتون، بامیان پوهنتون، غزني پوهنتون، پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې او وردګ لوړو زده کړو مؤسسې) د اسلامي ثقافت مضمون او امامانو او مبلغینو لپاره بستونه اعلان ته سپاري او د یادو بستونو لپاره په شرایطو برابرو داوطلبانو ته اړتیا لري.
کابل پوهنتون (۲۱) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
کابل طبي علومو پوهنتون (۱۰) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
کابل پولي تخنيک پوهنتون (۲۲) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (۲۳) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
پروان پوهنتون (۲۸) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
بامیان پوهنتون (۲۷) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
البيروني پوهنتون (۱۶) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
غزني پوهنتون (۱۸) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسه (۴) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
وردګ لوړو زده ګړو مؤسسه (۶) کادري بسته او (۲) بسته د امام او مبلغ.
د کادري بستونو شرایط:
ـ هغه داوطلبانو ته په ازموینه کې لومړیتوب ورکول کېږي، چې ماسټري او دوکتورا ولري.
ـ هغه داوطلبان، چې د لویې دورې/ تخصص ترڅنګ د لېسانس اسناد ولري په ازموینه کې لومړیتوب ورکول کېږي.
ـ د شرعیاتو پوهنځیو هغه فارغان کولی شي نوم لیکنه وکړي، چې د ماسټرۍ اسناد ولري او یا هم د لېسانس ترڅنګ تر وړې (عالیې) دورې پورې یې دیني زده کړې کړې وي.
ـ په شرایطو برابر هغه داوطلبان، چې عمرونه یې له (۵۵) کلونو څخه پورته نه وي هم کولی شي یادونو بستونو ته نوم لیکنه وکړي.
د امامانو او مبلغینو شرایط:
ـ داوطلبان باید د راسخې عقیدې څښتن وي او د دعوت په برخه کې تجربه ولري.
ـ د تجوید په قواعدو کې پوهه او د دیني علومو د تدریس تجربه ولري او کم تر کمه د عالمیې دورې فارغ او د عصري علومو چاپیریال سره بلدیت ولري.
ـ هغه علماء کرامو ته، چې د نورو ځانګړتیاو ترڅنګ یې د معتبرې جامعې څخه په دعوت کې تخصص کړی وي لومړیتوب ورکول کېږي.
په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د ۱۴۴۴/۱/۲۴ ق څخه تر ۱۴۴۴/۲/۱ ق نېټې پورې یادو بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړوندو پوهنتونونو ته وسپاري.
د ازموینې منابع:
د تحریري ازموینې منابع: ۱ـ تفسیر نسفي لومړی جزء ۲ـ مشکاة المصابیح (کتاب الصلاة) ۳ـ اصول الفقه (نورالانوار) کتاب الله اول او دوهم تقسیمات ۴ـ شرح العقائد دوهمه برخه ۵ـ العلاقات الدولیه فی الاسلام (وهبة الزحیلي) ۶ـ السیرة النبویة دروس وعبر (مصطفی السباعی).
د تقریري ازموینې منابع: ۱ـ تجوید (تلاوت) ۲ـ هدایة (اول جلد) ۳ـ ریاض الصالحین (کتاب الاداب) ۴ـ عامه معلومات.
یادونه: یادو بستونو لپاره نوم لیکنه د هر ولایت اړوند پوهنتون کې ترسره کیږي او له نوم لیکنې وروسته په لاندې ځایونو کې ازموینه اخیستل کیږي.
۱ـ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، کابل طبي پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتون ازموینه په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کېږي.
۲ـ د کابل پوهنتون، پروان پوهنتون، البیروني پوهنتون، بامیان پوهنتون، غزني پوهنتون، پنجشېر لوړو زده کړو مؤسسې او وردګ لوړو زده کړو مؤسسې ازموینه په کابل پوهنتون کې اخیستل کېږي.