خبرتیا!

IT_Director
اطلاعیه!

د کابل طبي علومو پوهنتون د صحت عامې برخې د ماسټري پروګرام د نوې دورې لپاره د نوم لیکنې نیټه د روان ۱۴۰۱ کال د حمل د میاشتې له ۲۲ نیتې څخه شروع کیږي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، نارینه غوښتونکي کولای شي، په رسمي وختونو کې، د ریاست انکشاف تحصیلات طبي څخه او ښځینه غوښتونکې کولای شي د نرسنگ پوهنځۍ له تعمیر څخه په (EDC) شعبه کې د نوم لیکنې فورمې تر لاسه کړي.

د قبلېـــدو شرطونه:

د معالجوي طب، ستوماتولوژي، صحت عامه، نرسنګ، قابلګي، علوم متمم صحي (تکنالوژي طبي او انستیزي) او فارمسي پوهنځیو څخه فارغ وي.

1) د معالجوی طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د ۱۳۹۷، ۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو فارغان وي او (Exit Exam) آزموینه‌یې په بریالیتوب سره پای ته رسولې وي. ( د سند درلودل حتمي دي)

2) د یپلوم او ترانسکریپت درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي وي.( اصلي او د هغې رنګه کاپي)

3) د لیسانس دورې %۶۵ فیصده نمرو درلودل.

4) اصلي تذکره او دوه قطعې عکسونه.

5) په انګلیسي ژبه بلدیت( ځکه د صحت عامې د ماسټري امتحان او او دهغې درسونه په انګلیسي ژبه دي)

6) د ماسټري لپاره د نوم لیکنې د فورم قیمت (۵۰۰) افغانۍ دي.

نوټ: د امتحان د ورځې او ځای ټاکلو په اړه به وروسته تاسې ته د آزموینې ملي ادارې لخوا معلومات وړاندې شي.