د سینې، زړه او رګونو د ناروغیو په انستیتیوت کې د اور د مخنیوي او د هغې د مړه کېدو په اړه سیمینار ترسره شو

IT_Director
Mon, May 09 2022 2:31 PM
د سینې، زړه او رګونو د ناروغیو په انستیتیوت کې د اور د مخنیوي او د هغې د مړه کېدو په اړه سیمینار ترسره شو

یکشنبه (۱۸ ـ ثور ـ ۱۴۰۱)

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انستیتوت ډاکترانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اور د مخنیوي او د هغې د مړه کېدو په اړه، په داسې حال کې چې د یاد انستیتیوت رئیس ډاکتر عبدالمطلب شینواري هم حضور درلود ځانګړی سیمینار ترسره شو.

دغه سيمينار چې د اور وژنې د مخنيوي، د اور وژنې د بېلابېلو ميتودونو او د اور وژنې د بالونونو د کارولو په موخه د اور وژنې او طبعې پیښو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست په همکارۍ جوړ شوى وو، په نظري او عملي ډول د همدې څانګې د استازي ښاغلي ابوالمجد لخوا تدریس او عملې ښوونه ترسره شوه.

په پای کې د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انستیتیوت رئیس ښاغلي ډاکتر شینواري د دې سیمینار د ترسره کولو، د اور وژنې او طبعې پیښو پر وړاندې د مبارزې لوي ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS