کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵

IT_Director
Mon, May 18 2026 9:44 AM
پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن سینا» طی مراسمی، از محصلان ممتاز این پوهنتون، فارغان کامیاب در امتحان (Exit Exam) سال ۱۴۰۵

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵ کال د طبي شورا د (Exit Exam) ازموینې له بریالیو فارغانو او همدارنګه هغو محصلانو څخه چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو په رقابتي ازموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې، د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکولو سره وستایل.

د یاد مراسمو د ویناوالو په برخه کې، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو د انسجام رئیس، د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د علم پر اهمیت، د هېواد په پرمختګ کې د محصلانو پر ونډې او د بااستعداده ځوانانو څخه د لوړو زده کړو وزارت پر ملاتړ خبرې وکړې. هغوی د محصلانو او فارغانو بریاوې د هېواد د تحصیلي نظام لپاره د ویاړ سبب وباله او له نورو محصلانو یې هم وغوښتل چې په زیار او هڅو سره په علمي او مسلکي ډګرونو کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د مراسمو په پای کې، له مخکښو محصلانو او فارغانو څخه د ځانګړو ستاینلیکونو او ډالیو په وېشلو سره په رسمي ډول قدرداني وشوه.

Latest news

BACK TO NEWS