له کابل طبي علومو پوهنتون څخه د اساس طبي خصوصي پوهنتون ۶۰ تنه محصلانو لیدنه وکړه. دغه علمي سیر د یاد پوهنتون له علمي او روغتیایي جوړښت سره د بلدتیا او محصلانو د علمي معلوماتو د ځواکمنتیا په موخه پر لار اچول شوی و.

IT_Director
Sat, Jun 28 2025 9:34 AM
۶۰ تن از محصلان پوهنتون خصوصی طبی اساس از پوهنتون علوم طبی کابل دیدن کردند. این سیر علمی به هدف آشنایی با ساختارهای علمی و صحی این پوهنتون و تقویت معلومات عملی محصلان راه‌اندازی شده بود.

د دې علمي سیر په ترڅ کې محصلانو د پوهنتون لابراتوارونو، کتابتون، پوهنځیو او تدریسي روغتونونو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه. همدا رنګه د پوهنتون استادانو او مسلکي ډاکټرانو اړوند برخې محصلانو ته تشرېح کړې او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

د اساس طبي خصوصي پوهنتون محصلانو د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د غوره کوربه توب او ګټورو معلوماتو له وړاندې کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او یاده لیدنه یې د علمي تجربو زیاتوالي او راتلونکي کاري چاپېریال سره د بلدتیا لپاره ارزښتناک فرصت وباله.

د یاونې وړ ده چې یادو‌ محصلانو د پوهنتون له کتابتون‌ او لابراتوارونو سربېره له ستوماتولوژي تدریسي روغتون هم لیدنه وکړه.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS