د کابل پولی تخنیک او شهید رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د "کرونا نوي ویروس" د پوهاوي اړوند کمپاین

IT_Director
Tue, Feb 04 2020 11:25 AM
کمپاین آگاهی‌دهی پیرامون ویروس کرونا

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د خپل علمي او روغتیایي رسالت په پېژندنې او خپل هیواد پالونکي حس له امله د خپلو فعالیتونو په لړ کې دا ځل د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې (دلو) میاشتې په ۱۴ نېټه د کابل پولي تخنیک او شهید رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کرونا نوي ویروس په اړه د پوهاوي کمپاین دایر کړ.

د دې مشري کمپاین د طبي علومو پوهنتون د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنیار شفیع الله روغمل په غاړه وه، د کابل طبي علومو پوهنتون ستاژیران د خپلو پریزینتیشنونو په لړ کې ټولو ګډونوالو ته د کرونا نوي ویروس د مخیینې، علایمو، زیانونو، د لېږد لارو چارو، مشکوکو ناروغانو او وقایې په اړه معلومات ورکړل.

په پای کې هم د یادو ستاژرانو له لوري د بحث وړ اړوندې موضوع په هکله د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب وویل شو. دغه راز هغه معلوماتي بروشرونه چې د دې نوي ویروس په اړه چمتو شوي و، هغه هم ټولو ګډونوالو ته توزیع شول.