د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې ورځو لپاره د عملي او برېښنايي دورو تحلیل روزنیز پروګرام پیل کړ. 

IT_Director
Sun, Jul 19 2026 8:58 AM
دیپارتمنت انجنیری طبی پوهنتون علوم طبی کابل« ابوعلی ابن سینا»، برنامه آموزشی و عملی تحلیل دوره‌های برقی را به مدت سه روز برای ۲۰ تن از محصلان که از سوی انستیتوت علوم صحی پوهاند غضنفر به این پوهنتون معرفی شده بودند آغاز کرد.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې ورځو لپاره د عملي او برېښنايي دورو تحلیل روزنیز پروګرام پیل کړ. 
 
دغه پروګرام د برېښنايي دورو تحلیل او کتنې په برخو کې د محصلانو د نظري پوهې او عملي مهارتونو کچې د لوړوالي په موخه ترسره شو او محصلانو د تخصصي بحث سربېره  په کې اړوند عملي تمرینونه هم ترسره کړي.