د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.
دغه ناروغ د ادرار سیستم په لاندینۍ برخه کې د بندښت او د شدیدو ستونزو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له تشخیصیه معایناتو او یورولوژیکو تخصصي کتنو وروسته یې د پروستات لویوالی (Benign Prostatic Hyperplasia) تشخیص او تایید شو.
د ادراري سیستم بندښت له منځه وړلو او دغه سیستم د ښه فعالیت په موخه یې په (TURP) روش سره د پروستات اندوسکوپيک جراحي عملیات ترسره شو. په دغه پرمختللي او کم اغېز روش سره د پوست پرې کولو پرته د اندوسکوپيک سیستم په کارولو سره د ادرار خالیګاه او پروستات د بندېدو اضافي برخې لرې کړل شوې.
یاد جراحي عملیات په بشپړ بریالیتوب ترسره او ناروغ د مراقبت او بستر مودې له تېرېدو وروسته د ښه روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.
