د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره د درې ورځني دیني - علمي سیمینار دویمه ورځ د دغه پوهنتون رهبري هیئت، د هېواد جیدو علمای کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شوه.

IT_Director
Wed, Feb 04 2026 2:12 PM
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره د درې ورځني دیني - علمي سیمینار دویمه ورځ د دغه پوهنتون رهبري هیئت، د هېواد جیدو علمای کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شوه.

د دغه سیمینار دویمې ورځې په پیل کې د آجنډا اړوند د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په اسلام کې د ښځو مقام، حقونو او واجباتو، د حجاب ارزښت او د بې حجابۍ زیانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

د سیمینار په دوام د هېواد جید عالم شیخ الحدیث عبدالغني د شرعي امیر ټاکلو، د امیر حقونو، د امیر اطاعت او جمهوري نظام رد په اړه خبرې وکړې او د یو هېواد د پایښت لپاره یې د امیر شتون لازمي وباله. 

د سیمینار دویمې ورځې په پای کې علمي شخصیت شیخ الحدیث نقیب الله هم د نبوي سنتو پیروي او اطاعت، په اسلام کې د ږيرې پرېښودلو ارزښت او مقام او باطلو دلایلو رد، د تقلید حکم او د امام ابو حنیفه (رح) د مذهب په اړه مهم موضوعات بیان کړل.

د یادولو وړ ده چې یاد سیمینار  یوه ورځ نور به هم دوام وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS